Banner

د کوچني سيف الرحمان تږي غزل

29.11.2009 18:41

راځه د خار په څنګ کې ګل شه بيلتون مه خوښوه
زما جونګړه کې لږ مل شه بيلتون مه خوښوه
دا تا مالدار چې ترينه هروخت  ځان پردي بللو
راځه د هغه غريب خپل شه  بيلتون مه خوښوه
راځه جانانه په غزلو کې نن پاتې راغلم
ته مې ټپه ته مې غزل شه بيلتون مه خوښوه
د زړګې ويني مې دغم څخه د خولې نه توی شوې
ته مې دوا ته مې درمل شه بيلتون مه خوښوه
دا چې د ښکلو سره ګرځې بدرنګ نه خوښوې
 ((تږيه )) اشنا ورته پاګل شه بيلتون مه خوښوه

څآرن 29.11.2009 19:09

تږيه وروره په قلم دې برکت شه، الله دې نور هم استعداد درکړي چې تر دې لا ښې پنځونې وکړې او لا ښکلي شعرونه وليکې خو ګوره وروره مطالعه وکړه او په غونډو او مشاعرو کې برخه واخله شاعري به نوره هم ښه شي.<br />څارن

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.